د افغانستان په اړه د جورج بوش پر وروستیو څرګندونو د ګڼو امریکايي رسنیو لیکنې
![د افغانستان په اړه د جورج بوش پر وروستیو څرګندونو د ګڼو امریکايي رسنیو لیکنې](https://gdb.rferl.org/9A3E6437-FC58-4367-A507-C4EE7684A4B7_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتو ګڼو رسنیو د دې هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر هغو وروستیو څرګندونو لیکنې خپرې کړي چې له دویچهوېلې سرهیې په یوه مرکه کې د افغانستان په اړه ویلي، له دې هېواد څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه به بد عواقب ولري.
په ۲۰۰۱ م کال کې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته جورج ډبیلو بوش افغانستان ته د امریکايي سرتېرو د استولو پرېکړه وکړه چې دغلتهیې د طالبانو رژیم راوپرځاوه او امریکا او ناټو متحدانیې په دې هېواد کې په یوه اوږده جګړه کې ښکېل شول.
واشنګټن پوسټ
پر دې موضوع د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو راپور سرلیک دی: 'جورج بوش وايي، په افغانستان کې د امریکا پوځي مأموریت پای ته رسېدل به یوه تېروتنه وي.'
په دې لیکنه په ځانګړې توګه د ښځو او هغو افغانانو په اړه چې له امریکايي او ناټو ځواکونو سرهیې همکاري کړې د جورج ډبلیو بوش اندېښنې راخیستل شوې دي.
د امریکا دې پخواني ولسمشر دویچېوېلې سره په مرکه کې ویلي، وېره لري چې د امریکايي سرتېرو د وتلو په صورت کې به افغان ښځې او نجونې سخت زیان وویني.
واشنګټن پوسټ وايي، ګڼو افغان ښځو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور ته د دوی د زدهکړو او کار د حقونو لپاره د یو خوندیتوب په سترګه کتل.
د واشنګټن پوسټ په وینا طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښځې کار، ښوونځیو او له شرعي محرم پرته له کوره وتلو ته نهپرېښودې.
نیوز ویک
نیوز ویک هم په دې اړه لیکنه کړې چې سرلیکیې دی" جورج بوش فکر کوي چې د امریکا لهخوا د افغانستان پرېښودل به نهباورېدونکي ناوړه عواقب ولري."
د امریکا دې پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر د افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د امریکا د اوسني ډیموکرات ولسمشر جو بایډن په شمول امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د سرتېرو تر ایستلو وروسته به هم د افغانستان او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو ملاتړ او تمویل ته دوام ورکړي.
بلومبرګ
بلومبرګ خپرونې بیا له افغانستان څخه د افغان ژباړونکو د ایستلو په اړه یو راپور خپور کړی او وايي، د بایډن اداره د جولای میاشتې په پای کې د افغان ژباړونکو او نورو هغو افغان کارکوونکو د خوندیتوب لپاره الوتنې تنظیموي چې د امریکايي ځواکونو سرهیې کار کړی او د طالبانو لهخوا له ګواښ سره مخ کېدای شي.
بلومبرګ دا خبره د امریکا د حکومت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې لیکلې ده.
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په یوه وروستۍ وینا کې ویلي و چې د افغانستان څخه د هغو افغانانو د ایستلو چارې به چټکې کړي چې د امریکايي ځواکونو سرهیې همکارې کړې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروستهیې ژوند ته ګواښ پېښېدلی شي.