د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له خپل بريتانوي سيال سره وکتل
د افغانستان او بریتانیا د ملي امنیت سلاکارانو د سولې، امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
حمدالله محب له سر سټېفن لاوګرو سره پرون پنجشنبه په لندن کې ولیدل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي لاوګرو له افغانستان سره د بریتانیا د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، ویې ویل، هېواد به یې له افغانستان سره د نورو هېوادونو د ملاتړ په خپلولو کې همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې دواړو چارواکو سلا وکړه چې له خپلو سیمه ییزو سیالانو سره همکاري به ګډ امنیتي هدفونه پیاوړي او ګډې بریاوې خوندي کړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چهارشنبې په ورځ بریتانیا ته په رسمي سفر ورسېد.