توکیو کې المپیکې لوبې؛ هنري رييس کوبایاشي یې له کاره ایستل شوی
![توکیو کې المپیکې لوبې؛ هنري رييس کوبایاشي یې له کاره ایستل شوی](https://gdb.rferl.org/2c2aed7f-06cf-45aa-bc47-45a44c3799db_cx0_cy19_cw0_w800_h450.jpg)
د توکیو د المپیک لوبو په درشل کې د دغو سیالیو د ترتیب مسوولانو د پنجشنبې په ورځ وویل، د پرانیستونکو مراسمو هنري رييس کنتارو کوبایاشي یې له کاره ایستلی دی.
د نوموړي د برطرفۍ دلیل پر هولوکاسټ یا په اروپا کې د یهودانو پر ډله ییزې وژنې پورې ملنډې بلل شوي دي.
کوبایاشي پخوا د کومیډین په توګه کار کاوه او په ۱۹۹۸ میلادي کال کې یې په خپله یوه کومیډي کې پر هولوکاسټ ملنډې وهلې وې.
د بشري حقونو یوې موسسې، سایمون ویزنتال په یوه بیان کې ویلي چې د المپیک په سیالیو کې د کوبایاشي ګډون د هغو ۶ میلیونو یهودانو خاطرې ته سپکاوی دی چې په هولوکاسټ کې وژل شوي وو.