یوناما: د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په خپل تازه راپور کې وايي، د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.
يوناما د ملکي تلفاتو په اړه د خپل شپږ میاشتني راپور په خپرولو سره ویلي، که روان حالت دوام وکړي روان ۲۰۲۱ میلادي کال به د ملکي تلفاتو له اړخه له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا تر ټول خونړی کال وي.
د یوناما په تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۴» یې خپور کړ راغلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون میاشتې تر پایه ۱،۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۳،۲۵۴ نور ټپیان دي.
یوناما په خپل راپور کې د ماشومانو او مېرمنو وژل د اندېښنې وړ بللي دي او وايي "په ځانګړي ډول ټکان ورکوونکې او ژوره اندېښنه دا ده چې ښځې، هلکان او نجونې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې د ملکي تلفاتو نږدې نیمایي برخه جوړوي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په شپږ میاشتني راپور کې راغلي چې د دې مرګژوبلې ډېر مسؤلیت چې ۶۴ سلنه کېږي د حکومت مخالفو وسلهوالو ته ورګرځي چې طالبان، غير مسؤل وسلهوال او داعش په ترتيب د دې تلفاتو مسؤل ګڼل شوي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې ۲۳ سلنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د ملکي تلفاتو عاملین دي.
يوناما ليکلي چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې چې دا بنسټ د ملکي تلفاتو سيستماتيک ثبت او سند پيل کړ دا لومړی ځل دی چې نړیوالو ځواکونو ته د ملکي تلفاتو هېڅ پېښه نهده منسوب شوې.
خو طالبان بیا د یوناما دا راپور یو اړخیز یادوي او وايي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دوی جدي پام کوي.
د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې ملکي تلفات د هوايي حملو له امله زیات رامنځته کېږي.
ښاغلی مجاهد ادعا کوي، د ملکي وګړو په برخه کې تلفات د طالبانو لهخوا نه، بلکې د جګړې مقابل لوری دی.
افغان حکومت لا تر اوسه د دې راپور په اړه څه نهدي ویلي، خو مخکې له دې یې ملکي کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو مسؤلیت پر طالبانو اچولی دی.
یوناما په خپل راپور کې د جګړې په دواړو خواو غږ کړی چې د تاوتریخوالي پر ځای دې د خبرو مېز ته حاضر شي.
د یوناما په باور که د جګړې دواړه خواوې فکر کوي چې جګړه د ستونزو حللار ده، دغه فکر پرته له افغان وژنې بل څه په میراث نهپرېږدي.