د بلوچستان خبریالان وايي حکومت دې د خیر ښېګړې فنډ یو ارب روپیو ته لوړ کړي
د کمې تنخا لرونکي خبریالان وايي، حکومت چې د جرنلسټس وېلفېیر فنډ په نامه دې سکیم له مخې د مرستو لپاره څومره پیسې او د دې پیسو ترلاسه کولو کوم معیار ټاکلی دی هغه مناسب نه دی. د دوی په وینا، په ملک کې د اوسنۍ ګرانۍ په مقابل کې دا مرستې ډېرې کمې دي.