د چمن او سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ لپاره بیا خلاصه شوه
پر چمن وره سوداګري د جولای پر ۱۴مه تر هغې وروسته بنده شوه چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه مهال د چمن ور د خلکو پر مخ هم تړل شوی وو خو بیا د پاکستان چارواکو پرانیست.