د کرنې وزیر: افغانان د خوړو نه خوندیتوب په لومړی کرښه کې دي
انوارالحق احدي دا څرګندونې د افغانستان په استازولۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو 'UNFSS' په غونډه کې وکړې.
دغه غونډه پرون ناوخته په انلاین ډول جوړه شوې وه چې د افغانستان ترڅنګ ۱۱۱ نورو هېوادونو هم په کې ګډون کړی و.
ښاغلي احدي وویل، د لوږې کړکېچ د منځه وړلو لپاره تر ۲۰۳۰میلادي کاله پورې جدي هلو ځلو ته اړتیا ده.
د کرنې وزیر وویل چې افغانستان کې د وچکالۍ او جګړو له امله د بې وزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب کچې د لوړېدا اندېښنې موجودې دي.
نوموړي دغه شان وویل چې افغان دولت د خپلو خلکو لپاره سالم او مناسبو خوړو تأمین ته ژمن دی او د خوړو د سټنډرډ کولو په پار، د نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده.
د شمېرو له مخې دا مهال شااوخوا ۱۳میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري.