اوچا: د ۲۰۲۱کال دوهمه ربعه د بشردوستانه فعالانو لپاره تر ټولو خونړۍ وه
په افغانستان کې چې شااوخوا ۴۷ فیصده اوسېدونکي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، مرسته رسوونکي پهکې له ډېرو سختیو سره مخ دي حتی کله کله وژل کېږي هم.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۱کال دوهمه ربعه، د بشردوستانه فعالانو لپاره تر ټولو خونړۍ ربع ګنلې ده.
د دغه دفتر په تازه راپور کې راغلي چې که څه هم د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي او ګواښونو اقدامات له ۱۱۵ موردو څخه په دوهمو درېیو میاشتو کې ۶۵ موردو ته کم شوي، خو په دغه موده کې ۱۶ مرسته رسوونکي وژل او ۳۹ ټبیان شوي دي.
راپور وایي چې په دغو درېیو میاشتو کې سړي تښتونه او نیول کېدل ۷۰ سلنه کم شوي، په دې معنې چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د سړي تښتونې او نیونو ۶۴ مورده ثبت شوي وو، حال دا چې په دوهمه ربع کې دغه شمېره ۱۹ ته ټیټه شوې ده.
یو له دغو فعالانو الیسا رئیسزاده له دوو کلونو راهیسې له بېوزلو کورنیو سره د مرستو رسولو په برخه کې کار کوي.
دا وايي په دې موده کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده: "موږ تل له غلو او مخالفو ترهګرو سره مخ شوي یو. د یوه هېوادوال کور ته ننوتو چې مرسته ورسره وکړو، خو په کور کې یو کس په مرګ وګواښلو. وېېوهلو او کمرهيې راڅخه واخیسته. مواد په بشپړه توګه لهمنځه لاړل. کله چې یو کس ته د هغه پیسې ورکوو باید ثبوتیې ورکړو چې پیسې در ورسېدې. موږ تاوان ورکړ او پر موټر مو ډزې هم وشوې. چلوونکی مو ټپي شو. د موټر ښیښې لهمنځه لاړې. ځیني ځایونو کې هڅه وشوه چې موټر راڅخه واخلي."
دغهراز د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور په دې اړه وايي: "څرنګه چې د جنګ د قواعدو له مخې عامه تأسیسات، ملکي خلک او مرسته رسوونکي خوندیتوب لري، کمېسیون تل پر دواړو لورو غږ کړی چې د جنګ قواعد په جدي توګه مراعت کړي، عامو خلکو، مرسته رسوونکو او تأسیساتو ته دې زیان ونهرسوي، په دې اړه مو خپله اندېښنه ښودلې ده. یو ځل بیا پر دواړو لورو غږ کوو چې نړیوالو بشر غوښتونکو اصولو ته دې پابند واوسي او مراعت دې کړي."
سربېره پر دې دغه مرسته رسوونکي نړیوال سازمان لیکلي چې د روان کال په دوهمه ربع کې ۵۹۳ د لاسرسي محدودیتونه ثبت شوي چې دا شمېر د ۲۰۲۰م کال په وروستۍ او د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې لږ وو چې دا د ناامنیو د ډېروالي ښکارندويي کوي.
د دغه راپور په بنسټ، طالبان د ۴۶۱، امنیتي ځواکونه د ۳۳ او ملکي خلک د ۵۱ محدودیتونو مسؤل ګڼل شوي دي.
دغه دفتر اندېښنه ښودلې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې، د ښځو د فعالیتونو محدودېدل او پر ډېرو سیمو د طالبانو د ولکې پراخېدل، د دې لامل شوي چې اړو کسانو ته د ښځو لاسرسی کم او اړو ښځو ته مرستې رسول لږ شي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد روشن وايي، د امنیتي ځواکونو لهخوا د مرسته رسوونکو پر فعالیتونو هېڅ ډول محدودیتونه نهدي لګېدلي او د ده په خبره د دې کار مسؤل طالبان دي.
طالبانو د دغه راپور په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي او دازادي رادیو اړیکو تهیې هم ځواب ونهوایه، خو مخکې له دې یې ادعا کړې چې د مرستو رسوونکو د امنیت لپاره هڅې کوي.