عمران خان: ګرانه ده چې طالبان سیاسي روغې جوړې ته اړ کړای شي
عمران خان له پي بي اېس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې امریکا د افغانستان د حالاتو د خرابولو مسووله وبلله، ویې ویل، کله چې شااوخوا یو نیم لک امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت وو، د سیاسي روغې جوړې امکان و، خو کله چې یې ۱۰ زره سرتېري وااېستل او د نورو د اېستلو مهالوېش یې اعلان کړ، طالبانو فکر وکړ چې جګړه یې ګټلې ده.
عمران خان وویل، اوس څوک طالبان سولې ته اړ اېستلی نه شي.
د افغانستان حکومت پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او وايي چې په وروستیو کې له پاکستانه زرګونه طالبان او نور سخت دریځي د جګړې لپاره افغانستان ته وراوښتي دي.
خو عمران خان له پي بي ایس سره په مرکه کې دا تور بې اساسه وباله.