بلخ چارواکي: مزارشریف کې ماین چاودنې ۵ تنه ټپیان کړل
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په مرکز مزارشریف کې د یوه ماین چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د کارته زراعت سیمې د تېلو په ټانک کې شوې ده.
ښاغلي عادل زیاته کړه چې په پنځو ټپیانو کې د یوه تښتول شوي ماشوم عبدالرووف د پلار محمدنبي څلور تنه ساتونکي او یو ټیکسي چلوونکی هم شامل دی: "تراوسه د دې چاودنې علت او عوامل نه دي روښانه شوي، خو په غالب ګومان، ښايي د اختطاف شوي عبدالرووف له پلار حاجي نبي سره د شخصي دښمنۍ پر اساس د برمته نیوونکو یا د هغه د مخالفانو کار وي."
ښاغلی نبي هم د خپل زوی برمته نیوونکي په دې برید تورنوي.
د محمدنبي پر موټر تېره اوونۍ هم د ماین یوه چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شول.
عبدالرووف له شااوخوا لسو میاشتو راهیسې د انسان تښتوونکو له خوا برمته شوی او د هغه د ژغورنې لپاره هڅو نتیجه نه ده ورکړې.