۲۰۹ شاهین قول اردو: بلخ کې ۱۵ طالبان وژل شوي
د دې قول اردو ویاند حنیف رضايي، نن شنبه (د زمري ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه حملې نن په چمتال ولسوالۍ کې شوي دي: "پنځلس تروریست طالبان وژل شوي، ۱۱ عرادې موټرسایکلونه او اووه بېلابېل ډوله وسلې او قرارګاه یې کاملاً له منځه وړل شوي دي."
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
راپورونه وايي، د چمتال په ګډون د بلخ ولایت اته ولسوالۍ دا مهال د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.