د عراق پوځ: د جنازې پر مراسمو برید کې ځینې کسان وژل شوي
د عراق پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، د دغه هېواد په شمال کې د جنازې پر مراسمو په برید کې ځینې کسان وژل شوي دي.
د عراق یوه امنیتي مسوول ویلي، د پولیسو او ملکیانو په ګډون اته کسان هغه وخت ووژل شول چې افراطي وسله والو د خلکو پر یوه ډله ډزې وکړې.
دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې دا برید داعش ډلې کړی دی.
دوې اوونۍ مخکې د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر یوه بازار په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي وو.
بله حمله په جنورۍ میاشت کې شوې وه چې ۳۲ تنه یې وژلي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان کړي وو.
د هغو دوو حملو مسوولیت داعش ډلې منلی و.
د عراق چارواکو د ۲۰۱۷میلادي کال په ډسمبر میاشت کې له داعش ډلې د زیاتو سیمو تر نیولو وروسته د دې افراطي ډلې په وړاندې د بریا اعلان کړی و.
له هغې راهیسې داعش ډله په عراق کې خال- خال حملې کوي.