د جرمني یوه محکمه د نازي جرمني یو پخوانی ګارډ محاکمه کوي
دا کس چې د حکومت د پرېکړې او د وګړو د شخصي محرمیت د قوانینو له مخې یې هویت نه دی افشا شوی، تورن دی چې د ۱۹۴۲ او ۱۹۴۵ کلونو ترمنځ یې د جرمني پلازمېنې برلین ته نژدې په زاکسین هاوسین Sachsenhausen په تجمع کمپ کې له درې نیم زرو د زیاتو کسانو په وژنه کې یې مرسته کړې.
د نیوروپین ولسوالۍ محکمې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې حکم ورکړ چې د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو ۷۶ کال وروسته نوموړی محاکمې ته راکاږي.
جرمنۍ ورځپانې ویلټ اَم سونتاګ نن شنبه (د زمري ۱۰مه) راپور ورکړ چې دا سل کلن تورن به په اکتوبر میاشت کې دا توان ولري چې د ورځې د دوو ساعتونو لپاره محاکمې ته د سوال ځواب لپاره حاضر شي.