چارواکي: هرات ته مرستندویه ځواکونه راورسیدل
دا ځواکونه داسې مهال استول کېږي چې افغان ځواکونو او طالبانو پرون او نن هرات ښار ته نژدې جګړو ته دوام ورکړ.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد نن شنبه (د زمري ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حملو د شنډولو لپاره پر عملیاتي پلان کار روان دی: "په هرات کې کافي ځواکونه شته. نن ځانګړي ځواکونه هم را ورسېدل. اوس مهال د هرات په ولسوالیو کې دښمن د ځپلو لپاره د عملیاتو د ترسره کولو په هدف د پلان جوړول پیل شوي دي."
د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ طالبانو د هرات ښار تر لمنو پرمختګ وکړ، خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې شاتګ ته یې اړ باسي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پرونۍ حملې د دولتي ځواکونو د هغو بریدونو په ځواب کې وکړې چې د طالبانو پر ساحو یې کړې وې.
له بلې خوا دفاع وزارت هلمند ولایت ته هم د ځانګړو ځواکونو د استولو خبر ورکوي.
طالبانو په تېرو څو ورځو کې د هلمند پر مرکز لښکرګاه هم حملو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې یې لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت پر هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو د وسله والو طالبانو له درنو حملو وروسته، په کابل کې د پولیسو د درېیو احتیاطي عملیاتي کنډکونو د جوړېدو خبر ورکوي.