بوسنیا کې د ملګرو ملتونو د استازي مشري 'شمیت' ته وسپارل شوه
شمېت د اتریشي ډيپلومات والنټین اینزکو پر ځای چې په تېرو ۱۲ کلونو کې یې پر دې دنده کار وکړ ټاکل شوی دی او دا په داسې حال کې ده چې په بوسنیا هرزګووینا کې دننه او بهر د ملګرو ملتونو د جګپوړې استازولۍ د برخلیک او کاري استقامتونو په اړه پوښتنې رابرسېره شوي.
د بوسنیا هرزګووینا لپاره د ملګرو ملتونو جګپوړې استازولي په ۱۹۹۵ کال کې د بالکان د سولې د موافقې پر اساس رامنځ ته شوه.
۶۳ کلن شمېت په جرمني کې د یوه هڅاند ایالاتي او فدرال سیاستوال په توګه د کار تجربه لري او له لانجمنو پرېکړو وېره نه لري.