ايتوپيايي لوبغاړي 'بارګا' د تېزې منډې سياليو کې د نړۍ ريکارډ ماټ کړ
د توکیو د المپیک د ۲۰۲۰ میلادي کال په روانو لوبو کې د تېزې منډې د لس زره متره فاينل په سياليو کې سلمون بارګا په ٢٧ دقيقو او ٤٣ ثانيو کې دا واټن وواهه او اتل شو.
د راپورونو له مخې د اوکاندا لوبغاړي جاشوا چپتګي چې د ٢٠١٩ ميلادي کال د نړۍ د تېزې منډې اتل و، ټاکلی واټن په ٤١ ثانيو کې وواهه او دوهم مقام یې ترلاسه کړ.