جاپان پر هیروشیما ښار د لومړۍ اټمي حملې کلیزه ونمانځله
د هیروشیما ښاروال کازومي ماتسوی وویل، اټمي وسلې چې د جګړو د ګټلو لپاره تولید شوي، د بشپړې نابودۍ یو ګواښ دی او که هېوادونه په ګډه کار وکړي کولای شو چې هغه له منځه یوسو.
پر هیروشیما د امریکا متحدو ایالاتونو د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په ۶مه لومړنۍ اټم بم وغورځاوه چې په نتیجه کې یې شااوخوا ۱۴۰ زره کسان ووژل شول.
درې ورځې وروسته یې دوهم اټم بم پرناګاساکي واچاوه چې په نتیجه کې یې شااوخوا ۷۰ زره کسان ووژل شول.
دغو بمونو جاپان دې ته اړ کړ چې د همدې کال د اګسټ په ۱۵مه د تسلیمۍ اعلان وکړ.