بریتانیا: هغو افغانانو چې موږ سره یې کار کړی، حق به یې ادا شي
ښاغلي راب دغه څرګندونې پرون پنجشنبه (د زمري ۱۴مه)په لندن کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
راب زیاته کړه: "یقیناً هرچا چې د بریتانیا له حکومت سره مرسته کړې وي – موږ تراوسه ۲۳۰۰ وفاداره افغانانو ته چې د بریتانیا له حکومت سره یې کار کړی او د هغوی کورنیو ته اجازه ورکړې چې دې هېواد ته ورشي. موږ به دغې پروسې ته دوام ورکړو څو دا مساله یقیني کړو چې د پورپرې کولو په رڼا کې په دغه پروسه کې شفقت او نور ټول شفاف معیارونه په پام کې ونیول شي او د هغو چې موږ ته وفادار پاتې شوي او پر ځان یې لوی خطرونه منلي، حق ادا شي."
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم د بریتانیا ترڅنګ د امریکا د متحدو ایالاتونو په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له دې هېواده د یو شمېر افغانانو چې له دغو ځواکونو یا د دې هېوادونو له حکومتونو سره کار کړی، د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
تېره ورځ د کاناډا د کډوالو چارو وزیرهم خبر ورکړ چې د افغان ترجمانانو، په کابل کې د کاناډا د سفارت د کار کوونکو او د هغوی د کورنیو لومړۍ ډله کاناډا ته رسېدلې ده.