چارواکي: سمنګان کې د اوبو لګولو ۳ کانالونه جوړ شول
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره وايي، په سمنګان ولایت کې د اوبو لګولو د درې کانالونه جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دې ادارې وياند نظام خپلواک الدین نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه کانالونه د اوبو د چارو د تنظیم ادارې او د 'USAID' په مالي مرسته د اوبو مدیریت، د ځمکې خړوبولو او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه جوړ شوي دي.
د ښاغلي خپلواک په خبره، د زوړ ایبک، کاریز او چوغي کانالونه چې ۲۷.۷۸ کیلومټره اوږدوالی لري، ۳۴۲۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه او ۳۲۷۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کړي.