چارواکي: د ننګرهار ځينو ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام پیل شو
د دې وزارت وياند فريدون اژند نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د ملي دسترخوان پروګرام عملي چارې په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې۴۶۳ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو په ویشلو سره په عملي ډول پیل شوی دی.
د ښاغلي اژند په خبره، دغه خوراکي او غیرخوراکي توکي نن د بټي کوټ ولسوالۍ د نصرت خېلو شورا کې ۳۰۸ مستحقو کورنیو او د کوټ ولسوالۍ ښایسته خېلو په شورا کې ۱۵۵ کورنیو ته وویشل شوه چې په یادو موادو کې ۵۰کیلو اوړه، لس لیتره غوړي، یو درجن صابون او لوبیا شامل وو.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، په کوټ ولسوالۍ کې به د ٨١ شوراګانو له لارې نږدې ٢٠٠٠٠ کورنیو او بټي کوټ ولسوالۍ کې د ٧١ شوراګانو له لارې ٢٨٠٠٠ کورنیو ته د یو لړ مراحلو وروسته په نږدې راتلونکي کې د ملي دسترخوان پروګرام له لارې نورخوراکي توکي هم وويشل شي.