بشر حقونو کمېسیون: طالبانو د غزني مالستان کې د ۲۷ ملکیانو په ګډون ۴۸ تنه وژلي
وروسته له هغې چې طالبانو څلور اوونۍ وړاندې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې را وروسته، داسې راپورونه خپاره شول چې ګڼ شمېر ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکې وایي چې طالبانو د هغوی خپلوان وژلي دي.
د همدې ولسوالۍ اوسیدونکو عصمت الله ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د هغه ۶۰ کلن پلار چې یو کروندګر و، وواژه او د خپلو حاصلاتو د پلور ۲۵۰ زره افغانۍ یې هم ځینې وړي دي.
نوموړي وویل: "زما پلار۲۵۰ زره افغانۍ چمتو کړې وې. موږ دواړو غوښتل هند ته ولاړ شو یا جرمني ته. لنډه دا چې کله چې هغه د طالبانو لاسته ولوېد سره له دې چې پلار مې یو ملکي کس و، خو طالبانو هغه شهید کړ او پیسې یې هم ترې واخیستلې."
د همدې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى رضا وويل چې طالبانو د ولسوالۍ تر نيولو وروسته د هغه دوه وروڼه، ۳۱ کلن رمضان او ۲۹ کلن اسحاق ووژل: "زما دواړه وروڼه د جامو پلورونکي وو. کله چې هغوی ولسوالۍ ونیوله، موږ غوښتل چې له سیمې ووځو. موږ د طالبانو یو چېک پاینټ سره مخ شوو. هغوی دواړه یې ونیول. هغوی د تذکرو غوښتنه وکړه. موږ تذکرې نه درلودې. زه ولاړم څو تذکرې راوړم، خو چې راغلم دواړه یې په ډزو ویشتلې وو. په ډېر وحشیانه ډول یې ویشتلي وو. په زړه، لاسونو او پښو کې یې ډزې پرې کړې وې."
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې دا ډول تورونه او دغه شان د رسنیو راپورونه مستند کړي. دغه کمېسیون د شنبې په ورځ خپل راپور خپور کړ.
د راپور له مخې طالبانو د چنګاښ په ۱۹مه د غزني په مالستان ولسوالۍ کې له حملې وروسته، د خلکو په کورونو چاپې ووهلې او یو شمېر ملکي وګړي یې ووژل.
دغه کمېسیون لیکلي چې طالبانو ۴۸ کسان وژلي دي چې له دې ډلې ۲۷ کسان پېژندل شوي چې ملکي وګړي دي. په دوی کې یوه ښځه وه. د راپور له مخې لس نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا، طالبانو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونونو سره تړلي ۲۱ نور کسان هم وژلي دي.
د راپور له مخې دا لا روښانه نه ده چې ایا دا کسان له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او یا تر نیول کېدو وروسته.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د خپرونو مشر ذبیح الله فرهنګ وویل: "د مالستان ولسوالۍ څخه زموږ موندنې ښیې چې طالب جنګیالیو له ملکي وګړو سره د جنګ د اصولو او قواعدو سره سم چلند نه دی کړی. دوی د ملکي وګړو د وژنو او د خلکو ترمنځ د ویرې او ډار د رامنځته کولو لامل شوي او دا زموږ لپاره د جدي اندېښنې وړ مساله ده."
د کمېسیون موندنې دا هم ښیې چې تردې دمه دوه زره او پنځه سوه کورنۍ له مالستانه کابل، جاغوري او ناوې ولسوالیو ته بې ځایه شوي دي.
خو طالبانو د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د ملکي وګړو وژل رد کړي دي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دغې ډلې هېڅ ملکي وګړي نه دي وژلي او دا راپور ناسم دی.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې هم ویلي و چې طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د خپلو قومي تربګنیو پر بنسټ خلک په غچ کې وژلي دي، خو طالبانو دا تورونه بې بنسټه وبلل.