د افغانستان دفاع وزارت: امریکايي الوتکو شبرغان کې پر طالبانو بمبار کړی
د دفاع وزارت ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا برید پرون ماښام شپږ نیمې بجې وشو او طالبانو تهیې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د فواد امان په وینا د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې د طالبانو د ډېر شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د هغو تر سلو ډېرې نقلیه وسیلې هم ویجاړې شوې دي.
پرون ټایمز او مېل ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې ولسمشر بایډن «بي-۵۲» او د سپکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته امر کړی چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.
د راپور پر اساس د لښکرګاه، کندهار او هرات په شااوخوا کې د طالبانو مورچې بمبار شوې دي.