د کندز ښار ځینو سیمو ته د طالبانو ننوتل او د خلکو امنیت په اړه د چارواکو ډاډ
راپورونه وايي چې د ښار په ځینو برخو کې خورې ورې نښتې روانې دي، خو مهمې دولتي ودانۍ لکه د ولایت مقام، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، هوايي ډګر، ښاروالي او نورې دولتي ادارې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
کندز تر دې وړاندې دوه ځلې د وسلهوالو طالبانو لاس ته د لنډ وخت لپاره لوېدلی و.