چارواکي: وسلهوالو طالبانو د پنجشېر او لغمان ترمنځ استانه کلان سیمې برید کړی
د ابشار ولسوال محمد سهراب دا خبره تأیید کړه او ویېویل چې په دې سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې سختې شوې دي.
هغه په دې نښتو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونهویل او د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ویلي چې طالبانو پرون د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې ونیولې او ځانیې مرکز ته نږدې ور رسولی دی. دغه ادعا د پنجشېر سیمهییزو چارواکو رد کړې ده.
د راپورونو له مخې په پنجشېر کې د وسلهوالو طالبانو د حملو د مخینوي لپاره له نږدې یوې میاشتې راهیسې څو پوځي مرکزونه جوړ شوي او پهکې په سلګونو ځوانانو ته روزنه ورکول کېږي.
پنجشېر یو د افغانستان له هغو ولایتونو و چې د ۹۰مې لسیزې په وروستیو کې طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې پرې بشپړه واکمني ټینګه نهشوی کړای.