ایراني چارواکي: د زرنج له سقوط وروسته مو افغانستان سره پوله وتړله
د ایران د سیستان او بلوچستان د والي امنیتي مرستیال محمد هادي مرعشي وویل، پر زرنج ښار د طالبانو له حملې وروسته د سیستان په میلک سیمه کې یې له افغانستان سره پوله بنده کړې او ۲۷۰ ایراني کانتینرونهیې له افغانستان څخه بېرته ایران ته ورګرځولي دي.
ایران دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د طالبانو لاس ته د زرنج ښار له لوېدو وروسته له نیمروز څخه ایران ته د افغانانو د پناه وړلو لړۍ چټکه شوه.
ویل کېږي چې د جمعې په ورځ د ښار له سقوط سره هممهاله ګڼ شمېر خلکو ایران ته پناه وړې ده.