د سرپل والي: طالبانو د سرپل ښار او ټولې ادارې نیولي
ښاغلي شفق ازادي راډیو ته وویل چې اوس په ښار کې جنګ درېدلی دی.
ښاغلی شفق زیاتوي: "سرپل نن سهار په پاو کم څلورو بجو سقوط وکړ او طالبانو دغه ښار نیولی او اوس په ښار کې جګړه درېدلې ده."
دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی چارواکی د طالبانو په لاس د سرپل نیول کېدل تأییدوي.
تر دې مخکې طالبانو پر سرپل سربېره د کندز ښار د نیولو ادعا هم کړې وه، خو دفاع وزارت ویلي چې کمانډو ځواکونه په دې ښار کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي او هڅه کوي چې مهمې دولتي ودانۍ بېرته له طالبانو ونیسي.
په کندز کې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه هوایي ډګر او سردوره ته په شا شوي.
که د طالبانو په لاس د کندز ښار د سقوط خبره تأیید شي دا به په وروستیو درې ورځو کې د څلورو ولایتونو مرکزونه وي چې د طالبانو لاس ته لوېږي.
له دې مخکې دې ډلې د نیمروز مرکز زرنج د جمعې په ورځ او د جوزجان مرکز شبرغان پرون ونیو.
په عین حال کې راپورونه وایي چې له تېرې شپې راهیسې د تخار په مرکز تالقان کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د ازادي راډیو خبریال د یو شمېر سرچینو په حواله وایي چې طالبانو د دې ښار یو شمېر برخې نیولي او شېبه مخکې یې د تخار زندان هم ونیو.
سیمهییزو چارواکو تر اوسه په دې ښار کې د طالبانو د پرمختګ خبره نهده تأیید کړې.