اشرف غني د توکیو المپیک افغان لوبغاړو سره ولیدل
![اشرف غني د توکیو المپیک افغان لوبغاړو سره ولیدل](https://gdb.rferl.org/3d071e4f-f767-402c-9902-62fe5b45f045_w800_h450.jpg)
جمهور رئیس محمد اشرف غني د توکیو المپیک نړیوالو سیالیو افغان لوبغاړو سره ولیدل.
ښاغلي غني د تېر ماښام په دغه لېدنه کې وویل، د ویاړ ځای دی چې افغان نجونې او هلکان په نړیوالو سیالیو کې په ګډون کولو سره نړۍ ته د مساواتو دا پیغام ورکوي چې افغان نارینه او ښځې د یو بل ترڅنګ دي.
همدارنګه د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس حفیظ الله ولي رحیمي په یاده ناسته کې د جمهور رئیس له پاملرنې او ملاتړه په مننې د ورزش د هر اړخیزې ودې لپاره خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
نوموړي وویل د بدني روزنې او ورزش ستراتیژۍ تطیبق سره به ورزش ډېره وده وکړي او د ۲۰۲۴ پاریس لوبو کې به افغان لوبغاړي ښه وځلېږي.
جمهور رییس غني د ملاتړ د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل، د ورزش ستراتیژۍ تطبیق ته دې زمینه برابره شي، ځکه خلک له ورزش او ورزشکارانو سره زیاته مینه لري.