کابل کې د هلمندیانو غونډه؛ 'افغانان باید د ګډ دښمن پر وړاندې ودرېږي'
د هلمند ولایت بېځایه شویو، قومي مشرانو او استازو په کابل کې په یوې غونډه کې د ملي اردو له ځواکونو ملاتړ اعلان کړ. دوی غواړي چې دولت دې ملي اردو لا تجهیز او سمبال کړي. دوی وايي، د طالبانو له مخونو پرده پورته شوې او نور نهشي کولای د ځوانانو له احساساتو ناوړه استفاده وکړي، خو طالبان دغه ادعاګانې ردوي. دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۸» وویل، نور غلي نهپاتې کېږي او د دوی په خبره د طالبانو له ظلمهیې غږ پورته کړ. د دغې غونډې تنظیموونکي ادعا کوي چې طالبانو حتی پر ماشومانو هم رحم نهدی کړی. Читать дальше...