امریکا سفارت: امریکايي اتباع دې له همغږۍ پرته کابل هوایي ډګر ته نه ځي
په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې دوی سره له همغږۍ پرته دې د حامد کرزي هوایي ډګر ته نه ځي.
سفارت خپلو اتباعو ته دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې پرون د کابل هوایي ډګر کې د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ له کبله لږ تر لږه ۷ تنه مړه شول.
سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هڅه کوي چې امریکا ته د خپلو اتباعو د ستنولو له بهیر سره مرسته وکړي.
پرون د کابل له هوایي ډګره د سلګونو هغو کسانو زړه بوږنونکې ویډیوګانې خپرې شوي چې غوښتل یې الوتکو ته پورته شي.
په ویډیوګانو کې لږ تر لږه دوه تنه ښکاري چې الوتکې پسې ځانونه نیسي او کله چې الوتکه له ځغاست لیکې پورته کېږي، دا کسان پر ځمکه را لوېږي.
بل لورته د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، امریکایي ځواکونه په کابل هوایي ډګر کې له دېره ترکي ځواکونو سره کار کوي چې له هوایي ډګره خلک لېرې کړي، څو د ډپلوماتانو او نورو کسانو د ایستلو لپاره نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي.