کابل کې د امریکا سفارت د خپلو کارکوونکو د ایستلو لارې چارې لټوي
په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سرپرست سفیر او شارژد افیر راس وېلسن وایي، دی او د سفارت کار کوونکي یې په کابل کې د امریکایانو او هغو افغانانو لپاره چې ممکن زیان ور واوړي، د ایستلو لارې چارې لټوي او دې برخه کې سخت کار کوي.
ښاغلي وېلسن په ټویټر کې لیکلي دي چې د امریکا له خلکو سره یې ژمنه په ځای او تلپاتې ده.