روسیه غواړي د افغانستان نوي حکومت کې د مختلفو ډلو استازي سره راغونډ شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه هېواد غواړي د افغانستان په نوي حکومت کې د مختلفو ډلو استازي سره راغونډ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د روسیې په کالیننګراد کې خبري غونډې ته وویل: "حقیقت دا دی چې طالبانو اعلان کړی او څرګنده کړې یې ده چې دوی نورو ته هم پام کوي او دا زما په نظر مثبته نښه ده. دوی په مشخص ډول ویلي دي چې د یوه حکومت لپاره دوی خبرو ته چمتو دي چې نور افغانان هم استازیتوب پهکې ولري او برخهیې وي."
د طالبانو استازو هم پخوا ویلي و چې دوی به په خپل اسلامي حکومت کې د افغانستان مختلفو خلکو برخه ورکړي.