امریکا: باور لرو چې ایران د یورانیمو د فلز جوړولو ته اړتیا نه لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، باور لري چې ایران د یورانیمو د فلز جوړولو ته هېڅ اړتیا نه لري.
د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، ایران خپل ۲۵۷ ګرامه ۲۰ سلنه غني شوي یورانیم د تیترا فلوراېډ یورانیمو په بڼه د ۲۰۰ ګرامه فلزي یورانیمو د تولید لپاره کارولي دي.