ناټو نن د افغانستان پر وضعیت بیړنۍ غونډه کوي
دا غونډه به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې د جمعې په ورځ یې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې غوښتنه کړې ده، څو د افغانستان په اړه د ناټو غړي هېوادونه خپل ګډ دریځ بیان کړي.
د سې شنبې په ورځ هم ناټو د افغانستان په اړه یوه بیړنۍ غونډه لرله چې په کې ښاغلي سټولتنبرګ خپله حیرانتیا څرګنده کړه چې څرنګه طالبانو کابل داسې ژر ونیو.