د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو ځینې هزاره لږکي په وحشیانه ډول وژلي
په هغه راپور کې چې د بښنې نړیوال سازمان پرون خپور کړ، په کې ویل شوي دي چې نهه هزاره نارینه د جولای د څلورمې او شپږمې نېټې ترمنځ د غزني په مالستان ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
په لندن کې مېشته د بشري حقونو دې ډلې د کلیوالو په وینا ویلي دي چې کله د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه سخته شوه دوی له مندرخت کلي د غرونو خوا ته وتښتېدل او کله چې جګړه غلې شوه او دوی بېرته خپل کلي ته ستنېدل، طالبانو د دوی کورونه لوټلي وو او دوی ته یې انتظار کاوه.
دې کلیوالو ادعا کړې ده چې طالبانو د کلي په خوا تلوونکي شپږ کسان په سر ویشتي او درې کسان یې سخت وهلي.
د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د وژل شوېو کسانو تصویرونه یې کتلي دي.