جاپان کابل ته پوځي الوتکه استوي
دا خبره د جاپان د کابینې منشي کاتسونوبو کاتو نن دوشنبه (د وږې په ۱نېټه) خبریالانو ته وکړه او ویې ویل، دا یو بشري عاجل اقدام دی چې په داسې سخت حالت کې خپل اتباع وباسو.
هغه ونه ویل چې جاپان به څومره کسان له افغانستانه باسي، خو له دې مخکې جاپانې چارواکو ویلي و چې په کابل کې یې خپل سفارت بند کړی او لږ تر لږه ۱۲ کار کوونکي یې اېستلي او یو محدود شمېر هلته پاتې دي.