له اګسټ میاشتې وروسته هم د بهرنیو ځواکونو د احتمالي حضور دوام
رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې اسټرالیا په ډېر احتمال سره غواړي د روانې میلادي میاشتې له پای ورسته هم په افغانستان کې خپل سرتیري وساتي.
راپور کې راغلي، د روانې اګسټ میاشتې ۳۱مه نېټه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو ورستۍ نېټه وه، خو د کابل په هوايي ډګر کې وروستیو تحولاتو دغه چاره یو څه ټکنۍ کړه.
رویټرز دغه شان د امریکا د جمهور رییس جو بایډن له قوله هم لیکي چې امریکا په ډېر احتمال سره غواړي افغانستان کې خپل نظامي حضور د اګسټ میاشتې له ۳۱مې نېټې وروسته هم وغځوي.
د راپور پر بنسټ، ښاغلي بایډڼ له ای بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې لاهم په کابل کې امریکایان بند پاتې او دغه چاره به د دې لامل شي چې امریکايي پوځیان هلته پاتې شي.
اوس مهال امریکا، اسټرالیا، بریتانیا او ترکیې د حامد کرزي په نړېوال هوايي ډګرکې خپل ګن شمېر سرتیري ځای پرځای کړي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې امریکا تر دا مهال له خپلو متحدینو سره په ګډه شااوخوا ۲۲ زره کسان چې په کې بهرنیان او افغانان شامل دي د حامدکرزي له نړېوال هوايي ډګره ایستي دي.
د راپورونو پر بنسټ دغه چاره اوس هم په چټکۍ سره روانه ده او تمه کېږي چې د اګسټ میاشتې تر پایه پورې دغه بهیر دوام ولري.
د راپورونو پر بنسټ د دغه پروسې د بشپړولو لپاره ۶۰۰۰ امریکايي سرتیري د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ځای پرځای شوي دي.
یوه اوونۍ وړاندې طالبانو د افغانستان له یو ولایت، پنجشیر پرته نور ټول ولایتونه ترخپل کنټرول لاندې راوستل چې ورسره جوخت ډېرو افغانانو له افغانستانه د وتلو په نیت د کابل نړېوال هوايي ډګر ته مخه کړه.
اوس په دغه ډګر کې هېڅ ملکي الوتنه نه کېږي او د مسافر پرمخ تړلی دی.