ایران وايي په افغانستان کې باید ټولشموله حکومت جوړ شي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي په افغانستان کې باید ټولشموله حکومت جوړ شي.
د دغه وزارت ویاند سعید خطیبزاده پرون په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه: "موږ داسې یوې مرحلې کې یو چې باید هڅه وکړو په افغانستان کې یو ټولشموله دولت رامنځته شي. قطعاً که دا ټولشموله حکومت د ټول افغانستان د واقعیتونو، قومي او بېلابېلو پاړکیو ښکارندوی وي کولای شي په دې مسیر مخته ولاړ شي."
شااوخوا ۱۰ ورځې تېرې شوې چې د افغانستان پلازمېنه کابل د طالبانو لاس ته لوېدلې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې راتلونکی حکومت به قومي یا ګوندي مسایلو ته له کتو پرته ټولشموله او پهکې به ټول ګروپونه شامل وي.