امریکايي بې پیلوټه الوتکې ننګرهار کې پر یوه داعشي برید کړی
![امریکايي بې پیلوټه الوتکې ننګرهار کې پر یوه داعشي برید کړی](https://gdb.rferl.org/84ad07b2-ab55-4855-973e-203563f82e13_w800_h450.jpg)
د داعش پر یوه غړي په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.
د امریکا د مرکزي قومانداني یوه مسوول، بل اوربان په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا کس نن ووژل شو.
د دې کس نوم تر اوسه نه دی افشا شوی.
د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د چاودنې مسوولیت منلی دی.
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن تر دې چاودنې وروسته وویل چې د دې حملې عاملین به له پښو وغورځوي.
په دې برید کې چې د حامد کرزي هوایي ډګر مخې ته وشو، یو سل او اویا افغانان او دیارلس امریکایي سرتیرې ووژل شول.