افغانستان کې د بانکونو فعالیت لا هم نه دی عادي شوی
په افغانستان کې د بانکونو فعالیت لا هم خپل عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی.
خلک او یو شمېر سوداګر اندېښنه ښيي که دا ستونزه ژر تر ژره حل نه شي پایلې به یې خطرناکه وي.
د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، هره ورځ په زرګونه کسان د بانکونو شاته ولاړ وي، خو د ورځې په پای کې محدود شمېرو ته پېسې په لاس ورځي.
په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر اندېښنه لري که په افغانستان کې د پېسو د لېږد پروسه بیا پیل نه شي له نړیوالو کمپنیو څخه اخیستل شوي ټول توکي به په بندرونو کې له کاره وغورځېږي.
شااوخوا ۲۵ ورځې وړاندې هغه مهال چې طالبانو د کابل په ګډون ټول افغانستان ونیوه سوداګریزې چارې او اقتصادي راکړه ورکړه له سختو ستونزه سره مخ شوې چې لا هم خپل عادي حالت ته نه ده ګرځیدلې.