ترکمنستان د ځینو افغان سوداګرو جریمې ور وبښي
ترکمنستان به د هغو افغان سوداګرو جریمې ور وبښي چې د پولې د تړل کېدو له امله پرې راغلي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر پاڼه لیکي چې د طالبانو د لوموړي وزیر مرستیال عبدالله سلام حنفي تېره ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره د ټیلیفون په کرښه د دې او نورو مهمو مسایلو خبرې کړي.
ښاغلي نعیم لیکلي چې ترکمنستان دغه شان ژمنه کړې چې د افغانستان سره به د سوداګرۍ برخه کې د پخوا په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
دواړو هېوادونو دغه شان د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
له شااوخوا درې اونیو راهسې کله چې طالبان پر ټول هېواد واکمن شول، ترکمنستان او د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې خو ځینو یې بېرته د بیا پرانېستلو خبر ورکړی دی.