د حضوري چمن د غصب هڅې؛ طالبان: له لرغونو او تاریخي سیمو ساتنه کوو
له هغې وروسته چې د کابل حضوري چمن سیمه د خپلسرو هټۍوالو لهخوا ونیول شوه اوس د طالبانو فرهنګي کمېسیون وايي، د هېواد د لرغونو ځایونو ساتنه کوي.
د کابل ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې ځینو کسانو د کابل حضوري چمن په ځمکه خطونه اچولي ان تر دې چې یو شمېرو یې په ځینو برخو کې د پېر او پلور بازارونه هم جوړ کړي دي.
د کابل په حضوري چمن کې به لسیزې وړاندې ملي جشنونه، پوځي رژې، تفرېحي مېلې او دغهشان ورزشي لوبې کېدې.
۷۰ کلن ذبیحالله چې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې ژوند کوي وايي، د حکومت نهپاملرنې او وروستیو ناخوالو د حضورې چمن، د دې لرغونې سیمې ارزښت راکم کړی دی.
نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې حضوري چمن یوه تفرېحي سیمه او د ورزش لپاره یو مناسب ځای یاد کړ.
ذبیحالله وایي، له دې سیمې زیاتې خاطرې په ذهن کې لري: "ماته د ظاهرشاه د وخت حضوري چمن یادېږي، دلته پارک و، د خلکو لپاره د تفرېح ځای و، موږ ځوانان و چې دلته به جشنونه جوړېدل، ۷ شپې او ورځې بهیې دوام کاوه، په یو کمپ کې به استاد سراهنګ او په بل کمپ کې به استاد هماهنګ کنسرتونه ورکول، له دې سره په خوا کې ځوانانو به دلته ورزشي تمرینونه کول."
ذبیحالله دا هم وايي چې طالبان باید د حضوري چمن په ساتنه کې له بېغورۍ کار وانهخلي او چاته اجازه ورنهکړي چې دغه لرغونې سیمه په بل شي بدله کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوه ورځو راهیسې یو شمېر حلکو د حضوري چمن ځمکه د چونې په کرښو سره وېشلې او ځینو ان د پېر او پلور لپاره واړه بازارونه هم پهکې جوړ کړي دي.
حضوري چمن په کابل کې یو له سترو ورزشي سیمو یادېږي چې شااوخوا ۱۰۰ جریبه دی، خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی احمد الله وثیق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د لرغونو سیمو په ځانګړي ډول حضوري چمن څخه ساتنه دوی ته لومړیتوب لري.
ښاغلی وثیق زیاتوي: "زما په نظر حضوري چمن تاریخي لرغونتیا لري او د طالبانو مشرتابه ورته پام کوي، ټوله هڅه همدا ده چې لرغونې سیمې او تاریخي شتمنۍ وساتل شي، د حضوري چمن په برخه کې هم هڅې روانې دي."
وروستی ځل د کابل حضوري چمن په کال ۱۳۸۹ کې د خصوصي پانګهوالو لهخوا د افغانستان د ملي المپیک کمېټې سره په همغمږۍ د شااوخوا ۲ ملیونه ډالرو په ارزښت بیا ورغول شو او په ۱۳۹۰ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
خو اوسیې ځمکه وچه او شااوخوا وسپنیزې کټارې یې هم خلکو وړې دي.
د وخت چارواکو ویلي و چې په دې سیمه کې به ۱۰ د فوټبال او یو د هاکي لوبې میدان جوړ کړي، خو داسې ونهشول.
مخکې هم دا چمن څو ځلې رغول شوی و.
هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د ملي المپیک کمېټې نظر هم واخلو، خو چا اړیکه ځواب نهکړه.