'لاهم خیبر پښتونخوا کې د کورني تشدد خلاف ضلعي کمېټیانو کار نه دی پیل کړی'
صوبايي حکومت د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه د کورني تشدد ضد د قانون منظورولو پرمهال ویلي ول چې په دې اړه ضلعي کمیټۍ کې به ډپټي کمیشنر، د صوبايي اسمبلۍ یوه ښځینه غړې، د روغتیا او ټولنیز چارو ضلعي افسران، د ښځو د ناروغیو او نفسیاتي ماهران، ضلعي خطیب، مدني فعالان او ځينې نور کسان شامل وي.