جرمني او فرانسه نن د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي
ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل نن د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.
د هغې اعلامیې له مخې چې د مکرون د دفتر له خوا نن خپره شوې، د دغې کتنې په اړه زیات جزئیات نه دې ورکړل شوي، خو ویل شوي چې مکرون به په یوې کاري ماښامنۍ کې د مېرکل کوربه توب وکړي.
مېرکل د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې خپله دنده پریږدي.
جرمني او فرانسې له دې مخکې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د خلکو د فردي ازادیو درناوی وکړي او د شلو کلونو لاس ته راوړنې خوندي کړي.
له هغه مهال راهیسې چې د اګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، تراوسه هېڅ یوه هېواد هم د طالبانو نوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.