چین د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ نوی امنیتي تړون وغانده
چین د امریکا د متحدو ایالاتونو، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ نوی امنیتي تړون وغانده او ویې ویل چې دا به په سیمه کې د تسلیحاتي رقابت د سختېدو سبب شي.
د دغه تړون له مخې به امریکا او بریتانیا د داسې اوبتلونو چې په محرک اټمي ځواک سمبال وي، د جوړولو ټکنالوژي له اسټرالیا سره شریکوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل، دغه درې هېوادونه د سیمې سولې او ثبات ته زیان اړوي، تسلیحاتي سیالي زیاتوي او د اټمي وسلو د نه پراختیا هڅې زیانمنوي.
رویټرز خبري اژانس لیکي، امریکا او متحدان یې په ځانګړي ډول د چین په جنوبي سمندرګي کې د چین د زیاتېدونکي پوځي نفوذ د مخنیوي لپاره هڅه کوي.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن پرون وویل، د دې تړون هدف له چا سره دښمني نه ده.