پاکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات کم شوي
پاکستان وايي، د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې یې افغانستان ته صادرات کم شوي دي.
د پاکستان مرکزي بانک پرون پنجشنبه(د وږي ۲۵مه) وویل، د تېرکال د ورته مودې پرتله افغانستان ته د پاکستان د تجارتي مالونو او خدماتو صادرات نژدې ۴۰ سلنه کم شوي دي.
د دغه بانک پر اساس د روان مالي کال په لومړۍ میاشت یعنې جولای کې پاکستان د ۳۸ میلیونه او ۵۵۷ لکه ډالرو صادرات لرل، حال دا چې تېرکال په ورته موده کې یې افغانستان ته د ۶۲ میلیونه او ۷۷۴ لکه ډالرو صادرات کړي وو چې دا په سلو کې ۳۸ اعشاره ۵۷ کموالی ښيي.
تر دې مخکې د افغانستان د سواګرۍ او پانګونې خونو د اوونۍ په پیل کې ویلي و چې بهر ته د دغه هېواد صادرات زیات شوي او واردات یې کم شوي دي.