چین: د شانګهای د همکاری سازمان دې افغانستان سره مرسته وکړي
د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، د شانګهای د همکاری د سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي.
د چنیایي رسنیو د راپورونو له مخې شي جین پینګ وویل، د دې سازمان غړیو ته پکار ده چې افغانستان یوې داسې لارې ته سیخ کړي چې سیاسي نظام یې ټول شموله وي او په کور دننه او بهر یوه معتدله پالیسۍ ولري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چین ولسمشر دغه څرګندونې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې.
د روسیې ترڅنګ چین د دې سازمان چې افغانستان یې څارونکی غړی دی، مهم غړي دي، خو په دې سرمشریزه کې چې تر اوسه روانه ده، له افغانستانه څوک استازیتوب نه کوي.
قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبیکستان، هند او پاکستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې جوړ شوی، نور غړي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې هم په تاجکستان کې د ډله یییز امنیت د تړون سازمان غړیو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.