جرمني کې ۴ ګوندونه د بالقوه ائتلافي حکومت پر تشکیل خبرې کوي
په پام کې ده په جرمني کې نن څلور ګوندونه د بالقوه ائتلافي حکومت پر تشکیل خبرو ته کېني.
تر دې څو ساعته مخکې د پرونیو عمومي ټاکنو وروستیو نتیجو وښوده چې کیڼ اړخي سوسیال ډیموکرات ګوند تر واکمن محافظهکار اتحاد چې انګلا مېرکلیې مشري کوي، یو څه مخکې دی.
د لومړنیو رسنیو نتایجو له مخې سوسیال ډیموکرات ګوند په سلو کې ۲۵،۷ او محافظهکار اتحاد څه باندې ۲۴ فیصده رایې ګټلې دي.
په جرمني کې د پرونیو پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې سوسیال ډیموکراټ ګوند «SPD» د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل له واکمن محافظهکاره اتحاد څخه یو څه مخکې شوی.
دواړو لورو ادعا کړې چې د نوي حکومت د جوړولو لپارهیې کافي رایې ګټلې دي.
خو د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي چې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره به خبرې ډېرې دوام وکړي.
مېرکل به چې له ۱۶ کلونو وروسته خپله دنده پرېږدي، تر هغو چې نوی حکومت نهوي جوړ شوی، د سرپرست صدراعظمې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.