امریکا:که افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري پاتې وای جګړه به نه وای دریدلې
د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، که متحد ایالاتونو په افغانستان کې دوه نیم زره امریکایي سرتیرې د اګسټ له یودیرشمې وروسته ساتلي وای، جګړې به نه وای دریدلې.
جین ساکي دا خبره پرون وروسته تر دې وکړه چې د امریکا په سنا کې د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي وویل، که لږ تر لږه دوه نیم زره امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شوی وای طالبانو به کابل نه وای نیولی.
جنرال میلي دا هم وویل چې ده دا وړاندیز ولسمشر جو بایډن ته په پسرلي کې کړی و، خو دا حتمي نه ده چې ولسمشر به د ده له نظر سره موافقه کوي.