هرات کې بې کاري اوج ته رسېدلې؛ "د کور توکي پلورم څو ډوډۍ پرې وپیرم"
د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر، په هرات ولایت کې هم د طالبانو له واک ته رسېدو سره بې کاري اوج ته رسېدلې ده.
د هرات ډېری اوسیدونکو د زیاتېدونکي بې وزلۍ له امله د خپلو کورونو د وسایلو پلورلو ته مخه کړې ده.
د لمر تر سوځنده وړانګو لاندې، ۱۷ کلن ګلستان هڅه کوي پیرودونکي جلب کړي: "کالي په لسو افغانیو. د موبایل چارجر او نورو وسایلو قیمت هم په لسو افغانیو پلورو."
دا ځوان نور څه نه لري او غواړي د خپلې کورنۍ د پنځو غړو لپاره د ډوډۍ موندلو په خاطر د "درب قندهار" سیمه کې د خپل کور توکي پلوري.
دی وايي: "موږ له کوره دا جامې او د پخلنځي وسایل د پلور لپاره راوړل، ځکه د کار کولو لپاره هېڅ نشته. غواړم دا وپلورم چې دوه ډوډۍ پرې واخلم او خپلې کورنۍ ته یې یوسم."
د ګلستان تر څنګ په سلګونو هراتیان د بې وزلۍ له کبله د خپل کور وسایل په خورا ټیټه بیه پلوري.
بي بي ګله ۶۰ کلنه ده او د ناروغ خاوند او درېیو بچیانو لګښتونه باید د سړک په اوږدو کې د کور د وسایلو په پلورلو سره برابر کړي: "زه دلته له سهار راهیسې وږی او تږی ناسته یم او ان د سهار چای مې هم نه دی څښلی او اوس غواړم کور ته ولاړ شم."
هغه د سړک غاړې ته ناسته ده، خو پیریدونکي یې کم دي ځکه وسایل یې زاړه دي او د چا پام ځان ته نه جلبوي.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "ما د خپلو ماشومانو جامې راوړې، څو یې دلته وپلورم او دوه ډوډۍ پرې په بازار کې واخلم او خپلو بچیانو ته یې یوسم. ځینې خلک راځي او دا جامې اخلي، مګر په خورا ټیټه بیه چې ۵ یا ۱۰ افغانۍ کېږي."
د کور وسایلو ډېری پیر او پلور د هرات په "درب قندهار" سیمه کې کېږي.
ډېری پیریدونکي د ۵۰ کلن غلام حیدر په څېر دي چې یو څه یې له وسه کېږي او د دې وسایلو پیرلو ته راځي ځکه چې دا وسایل ارزانه دي.
دی وايي: "زه د کور وسایلو اخېستلو ته راغلی یم ځکه چې دلته د کور وسایل د پلورنځیو پرتله ارزانه دي. خلک خپل وسایل د لوږې له امله پلوري، خو که ورته شیان له دوکانونو واخلي، نو دوه چنده لګښت لري."
د بې وزلۍ ستونزې د هرات پوهنتون پر ځینو استادانو هم سیورۍ غوړولی او د عبدالقادر صالحي په ګډون یو شمېر استادانو د خپلو شخصي کتابتونونو کتابونه هم پلورلي دي.
هغه په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ سند لري او په هرات کې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د یوې لسیزي تدریس تجربه لري: "د هغه کتابونو ټولګه چې زه یې پلورل غواړم ۵۰۰ ټوکه مختلف عنوانه کتابونه دي. زه دا کار د ژوند مصارفو د تامین لپاره کوم، ځکه چې په یوه کرایه شوي کور کې اوسېږم او باید د کرایې پیسې ورکړم."
د اګسټ میاشتې پر ۱۵ مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا ۹.۵ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه او دې هېواد ته یې د نغدو پیسو لېږل بند کړل.
په هرات کې د طالبانو مرستیال والي مولوي شیر احمد عمار وویل چې د دغو پیسو خوشې کېدل او ورڅخه د استفادې پیل، د سخت اقتصادي بحران د مخنیوي یوازینۍ لار ده.
دی وايي: "لویه اقتصادي ستونزه دا ده چې د افغانانو شتمني کنګل شوې او نړیوالې ټولنې د دې هېواد د خلکو او پیسو په اړه فکر نه دی کړی. که نړیواله ټولنه ژر ملت ته دغه پیسې ورکړي، انشاءالله زموږ ټول ځوانان به دندې ومومي او موږ به له دې اقتصادي بحران څخه وژغورل شو."
په هرات کې د طالبانو له واک نږدې یوه نیمه میاشت تیریږي او دا د هغه چا لپاره ډېر زیات وخت دی چې هېڅ عاید نه لري او د پیسو په پور اخیستو او د خپلو کورونو د وسایلو په پلورلو سره ژوند کوي.
هرات د افغانستان له هغو څخه ولایتونو دی چې صنعت په کې زیاته وده کړې وه او په سلګونو کسانو په خصوصي فابریکو او کارځایونو کې کار کاوه.
د هرې ورځې په تیریدو سره د هرات د سړکونو په اوږدو کې د کورنیو توکو پلورونکو شمېر مخ په ډېریدو دی او د هرات خلک د روښانه سبا لپاره هېڅ هیله نه لري.