شمالي کوریا د یوه نوي توغندي د ازمویلو ادعا کړې
شمالي کوریا ادعا کړې چې پرون یې یو نوی تر غږ چټک توغندی ازمویلی دی.
د شمالي کوریا د دولتي رسنیو د راپور له مخې، دا یوه ستراتیژیکه وسله ده او هواسونګ نومېږي.
دوی همدا راز ویلي چې دا توغندی یو له پنځو تر ټولو مهمو نویو تسلیحاتي سیسټمونو څخه دی چې د خپل پنځه کلن پوځي پلان پر اساس یې جوړ کړی دی.
د دغه توغندي ازمېښت د وسلو د ټکنالوژۍ په برخه کې د شمالي کوریا د پرمختګ نوې نښه ده.